دیپارتمنت زبان وادبیات پشتو

د پوهنمل غلام سخی همت لنډه پېژندنه(بیوګرافي)

غلام سخي همت د عثمان غني زوی د کجیر خان لمسی د عبدالله خان کړوسی دی په (۱۳۶۷ل) کال کې د وردګو جغتو ولسوالۍ د ستر زرین کلي په یوه روښانفکره کورنۍکې سترګې نړۍ ته وغړولې؛ لومړنی تعلیم او زدکړې یې له خپل پلار څخه چې یو متدین شخصیت ؤ ترلاسه کړل ؛ وروسته د تجوید او نورو دیني زده کړو د ترلاسه کولو لپاره غزني ته ولاړ او هلته یې په رسمي او غیر رسمي توګه د عربي صرف او نحوې سره هم آشنایي حاصله کړه.

ابتدائیه(لومړنۍ)دوره یې په ۱۳۸۲ ل کال د رباط خداینظرخان په لېسه کې چې د ستر زرین کلي ته نږدې موقعیت لري له شپږم ټولګي څخه پیل کړه. استاد غلام سخي همت د ښوونځي په اتم ټولګي کې ؤ، چې شعر لیکل یې پیل کړل. د دې تر څنګ نوموړی د ښکلي خط او رسامۍ له هنر څخه هم برخمن دی.

نوموړي د بکلوریا دورې له پای ته رسولو وروسته په( ۱۳۸۷ ل) کال کې په کانکور ازموینه کې ګډون وکړ او په لوړو نمرو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې ته بریالی شو. ښاغلي همت د لېسانس څلورکلنې دورې په جریان کې سره د دې چې خپل درسونه یې په پوره علاقمندۍ سره پرمخ وړل، په ډېرو ټولنیزو پروګرامونو مجلسونو او کنفرانسونو کې یې هم فعال ګډ‌ون درلود، او د یوه کال لپاره د ( وده) مهالنۍ مجلې چې د پښتو څانګې د محصلینو په نوښت خپرېده د معاونیت دنده هم پرغاړه لرله.

  ښاغلی استاد همت سره د دې چې د هېواد په ملي ژبو( پښتو او دري) بر لاسي لري دغه راز له نړیوالو ( عربي او انګلیسي) ژبو سره هم پوره بلدتیا لري او د کمپیوټر مروج پروګرامونه یې لوستي دي.

کله چې نوموړي د لېسانس دوره پای ته ورسوله، له فراغت څخه یې دوې میاشتې نه وې تېرې شوې چې د علمي کادر په ازموینه کې یې ګډون وکړ او د آزاد رقابت له لارې یې د فاریاب پوهنتون ته لار ومونده او په ۳۱/۲/۱۳۹۲ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د حکم په اساس رسما د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې د علمي کادر د غړي(د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې د استاد) په حیث مقرر شو. نوموړی تر دې دمه خپله د استادۍ مقدسه دنده په پوره علاقمندۍ سره پر مخ وړي؛  د څوکلونو وظیفې په ترڅ کې د فاریاب ولایت د مقام ، د فاریاب پوهنتون او ادبیاتو او بشري علومو د ریاستونو لخوا د تقدیرپاڼو او ستاینلیکونو په واسطه تقدیر او ستایل شوی دی.

استاد همت دا مهال د پوهندوی علمې رتبې ته نوماند دی، چې څو مقالې یې په نړیوالو ژورنالونو او د فاریاب پوهنتون په علمي او څېړنیزې مجله کې خپرې شوې دي. دغه راز یې ( د پښتو ادبیاتو په وده کې د رسنیو ونډه)تر عنوان لاندې یو کتاب په(۱۳۹۹ل) کال کې له چاپه وتلی،  چې د پښتو ادبیاتو په پرمختګ کې د نوموړي د قوي قلم ثمره بلل کیږي. ښاغلي استاد همت د وظیفې په دوران کې خپله ماسټري په اړوند څانګه کې د کابل مرکزي پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه ترلاسه کړې، چې ( د افغانستان لیکوالو انجمن ادبي  هڅې) تر عنوان لاندې تېزس یې په (۱۳۹۷ل) کې لیکلی دی،د تدریس ترڅنګ د پوهنتون او پوهنځي په بېلابېلو پروګرامونو او جلسو کې فعال ګډون لري او د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې د آمریت دنده هم پرغاړه لري.

 

 

د پښتو څانګې تاریخچه

 

 

د پښتو ژبې او ادبیاتوڅانګې پېژندنه

          دپښتو ژبې او ادبیاتو څانګه په( ۱۳۸۹ل) کال د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په چوکاټ کې د پوهنوال شېر محمد یاور تر سرپرستۍ لاندې تأسیس شوه. په لومړیو کې د مسلکي استادانو له کمبود سره مخ وه چې بیا په ۱۳۹۲ل کال کې د استاد غلام سخي همت او استاد عزیزالرحمن حقیار په راتګ سره دغه ستونزه یوڅه اواره شوه. یادې څانګې په بېلابېلو وختونو کې په اسلامي او ملي روحیه سنبال ګڼ شمېر محصلین ټولنې ته وړاندې کړې دي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې په خدمت کولو بوخت دي.

      د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه خپل کارونه د ښاغلي پوهنمل غلام سخي همت تر آمریت لاندې پر مخ وړي او سږ  ۱۴۰۲ل کال۷۰ تنه محصلین لري، چې په څلورو ټولګیو کې په تحصیل بوخت دي.

 

لید لوری

         د یو پرمخ تللي او با کیفیته سیستم جوړول، داسې چې د اوسنۍ ټولنې او پوهنتون غوښتنو ته ځواب و ویلی شي او د څانګې او پوهنتون د پرمختګ سبب شي، او د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه په پوهنځی او پوهنتون کې خپل ځای او مقام وساتي.

 

 ما موریت

      د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د نورو څانګو په څېر د نوي نسل د روزنې په موخه اسلام، هېواد، دیني، ملي، فرهنګي او ژبنيو ګټو او ارزښتونو ته ژمن ځوانان ټولنې ته وړاندې کوي، ترڅو  وکولی شي د نوي نسل روزنه د وخت له غوښتنو سره سم په ملي او اسلامي روحیه وکړي.